د افغانستان د ملي راډيو ټلویزیون له رئيس سره مرکه
CRI2021-09-20 10:13:12
شريکول:

د افغانستان د ملي راډيو ټلويزيون رئيس عتيق الله عزيزي د سپتمبر په اتلسمه نېټه د پښتو څانګې خبريالانو ته ويلي، چې له نېکه مرغه کله چې د افغانستان اسلامي امارت پلازمېنې کابل ته راغی، بېلابېلو ادارو ته مسوولین او سرپرستان معرفي شول، په دغو ادارو کې د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون هم شامل و، له هماغې لومړۍ ورځې څخه ملي ټلویزیون د افغانستان د نشراتو او مطبوعاتو مهمه سرچینه ده. هماغه وخت یې فعالیت پیل کړ او ویلی شو چې د یوې شېبې لپاره هم ځنډ پکې نه دی راغلی، نشرات یې د معمول په څېر شروع کړي دي او ټول همکاران د خپلو برنامو او پروګرامونو چلولو ته په عادي توګه دوام ورکوي.

عتيق الله عزيزي د ملي راډيو ټلويزيون د پروګرامونو په ترتيباتو کې وويل، چې زما په فکر څومره چې موږ پکې مطالعه او تحقیق وکړ، نو زموږ له راتګ مخکې دلته په ټلویزیون کې ځینې برنامې زموږ له فرهنګ، عنعناتو او د افغانستان د خلکو له غوښتنو سره برابرې نه وې، زیاتره پروژه یې نشرات هم وو، له نورو ژبو او نورو هېوادونو څخه به دلته سیریالونه راتلل چې هغه زموږ له فرهنګ او کلتور سره سم نه وو. یا به دلته د مبتذلې موسیقي په ډول بېلابېل پروګرامونه جوړېدل، نو د دې لپاره چې دلته یوه پراخه پالیسي جوړه شي، په ځینو برخو کې سکتګي (خنډ او ځنډ) رامنځته شوی، چې هغه یا د موسیقي برخه ده او یا د فلمونو برخه ده، نو د افغانستان اسلامي امارت په دې اړ او دغه راز یو شمېر نور مسایل دي چې زموږ ټولنه پر هغو یو څه ملاحظې لري، نو د دغو برخو د جوړښت لپاره د سندرو او موسیقي مسئله ځنډېلې، نو په اینده کې به د اسلامي امارات مشران په دې اړه پرېکړه کوي او خپله پالیسي به اعلانوي او له هغې وروسته به دا مسایل حل کېږي.

 

عتيق الله عزيزي هغې پوښتنې ته ځواب وکړ چې د افغانستان ملي راډيو ټلويزيون دې څنګه د ټولنې، فرهنګ، اقتصاد، کرهنيزو چارو په شمول بېلا بېلو برخو کې د مالوماتو په اړه د خلکو غوښتنې پوره کولی شي، ويې ويل،  بلکل، ماشاالله د ملي راډیو ټلویزیون په پروګرامونو او برنامو کې دا ټول مسایل شامل دي، د دې لپاره پراخ پرسونل لري، د دې لپاره کارکوونکي او متخصصین لري، نو زه خو ترې ډاډمن یم چې دوی خپل حق ادا کړی، له دې وروسته به یې هم کوي او موږ هم پر دې تمرکز کوي، ځکه چې دا زموږ د ټولنې غوښتنې او اړتیاوې دي. دا لکه له نوم څخه یې چې څرګندیږي، ملي راډيو ټلویزیون دی، د ولس کومې بېلابېلې اړتیاوې چې دي په بېلابېلو برخو کې، که هغه اقتصادي دي، که هغه کرنیزې دي، که هغه فرهنګي دي، که هغه سیاسي دي، که صحي دي او یا نور ټولنیز جوړښتونه دي، موږ ورته اړتیا لرو، نو هغو ته به دوی ځواب ویونکي وي او د هغو لپاره به دوی کار کوي.

 

عتيق الله عزيزي په ملي راډيو ټلويزيون کې د کارکوونکو او په تيره بيا د ښځينه کارکوونکو د حالت په هکله وويل، د اسلامي امارت له خوا نه ټولو کارکوونکو او مامورینو ته له لومړۍ ورځې څخه دا ویل شوي چې دوی باید خپلو دندو او مسوولیتونو ته حاضر شي، ځکه چې دوی زموږ مسلکي کادرونه دي او دوی د همدې لپاره روزل شوي، د هېواد شتمني او بودجه پر دوی مصرف شوې، نو دوی به په خپلو برخو کې کار کوي. اسلامي امارت د دوی د لا تشویق په موخه نورې برنامې لري، چې باید دوی خپل کار ته پراختیا ورکړي، نو ټولو کارکوونکو ته ویل شوي چې دوی باید خپلو دندو ته حاضر شي. زما د معلوماتو له مخې، ډېر کم کسان دي چې دوی نه راځي او حاضري نه لري او هغه هم د دې له کبله چې دوی انساني ضرورتونه لري، نو اکثریت مامورین راځي او دلته خپل پروګرامونه ثبتوي او نشروي. یوه مسئله دا د ښځینه کارکوونکو ده، لکه تاسو چې د موسیقي په باره کې هغه بله پوښتنه وکړه، په دې کې د ښځينه مامورینو د کارکولو خبره هم ده. په دې اړه د اسلامي امارت یوه جامع پالیسي راتلونکې ده، ښايي زموږ قیادت (مشرانو) به په دې اړه یو شمېر مذهبي مشرانو ته دنده سپارلې وي چې په دې اړه باید یوه جامع او داسې پالیسي جوړه شي چې د دوی حقوق هم تلف نه شي، ځکه دوی هم د دې ټولنې برخوال دي او هغوی هم چې کور تعلیم کړی، هغه باید ضایع نه شي، نو زه ډاډمن یم چې په دې اړه به یوه قانع کوونکې لاره او تګلاره برابرېږي

عتيق الله عزيزي په پای کې وويل، موږ خوشبین یو او هیله هم لرو چې د حالاتو په عادي کېدو او د ورځو په تېرېدو سره موږ غواړو چې د نړۍ له مهمو آژانسونو او رسنیو سره، په ځانګړې توګه د چین ورور هېواد کومې رسنۍ او آژانسونه چې دي، خبري آژانسونه او سرچینې دي، له دوی سره باید زموږ ښې مثبتې اړیکې وي، له پخوا نه به زیاته پراختیا هم ورکړو او اهمیت یې هم منو چې دا ضرور ده، ځکه دغه رسنۍ د ملتونو او دولتونو په منځ کې مثبت رول لوبوي. موږ څو ورځې مسلسل له خپل تخنیکي ټيم، تخنیکي ملګرو، تخنیکي برخو او تخنیکي متخصصینو سره چې دلته په ملي راډيو ټلویزیون کې موجود دي، له نېکه مرغه له هغوی سره موږ ډېر ښه مجلسونه درلودل، د هغوی نظریات مو واورېدل، هغه ټول پر دې څرخېدل چې موږ څنګه کولی شو ملي راډیو ټلویزیون چې اوس یې څېره او لیدونکي په نږدې ټوله نړۍ کې شته، دا نه یوازې دا چې په خپل حالت وساتو، بلکې نور هم وسعت او پراختیا ورکړو او نور یې هم ظرفیت لوړ کړو، که هغه په تخنیکي برخه کې دي، که په علمي برخه کې او یا هم په نورو مواردو کې دي. موږ دې ته ژمن یو او پراختیا به هم ورکوو او ښکلا به هم ورکوو.