داعش په ننګرهار کې چاودنو پړه پر غاړه واخيسته
cri2021-09-20 13:03:44
شريکول:

د چين مېډيا ګروپ د خبر له مځې، د داعش خراسان څانګې د روانې مياشتې د ۱۹ مې نېټې په شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د دوی ملګرو د افغانستان د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد کې د روانې مياشتې په ۱۸ مه او ۱۹ مه نېټه چاودنې کړي او د پېښو پړه يې پر غاړه اخيستې ده. په دغه اعلاميه کې ويل شوي، چې دوی په يادو دوو ورځو کې د طالبانو پر ۶ مټرو بريدونه کړې او له ۳۵ زياتو طالبانو ته يې مرګژوبله اړولې ده.

(مينه)