د چين ميډيا ګروپ له خوا جوړه شوې د ۲۰۲۱ کال د سپوږمۍ اختر ماښامنۍ ننداره به د سپتمبر د ۲۱مې نېټې د شپې په ۸ بجو پر نړيوالو
رسنيو خپره شي.
دا د چين ميډيا ګروپ لومړی ځل دی چې د نړیوالو خبري رسنيو پر سکرين د سپوږمۍ اختر ماښامنۍ ننداره خپروي، او بهرنيان به وکولی شي چې غوره چیني دودیز کلتور وپېژني. د امريکا د سینوویسن تلويزيون، د کاناډا د شينفلیکس میډیا، د کينيا سویچ تلویزیون، د سعودي عربستان CATV ،او د مالیزیا د Enjoy TV په ګډون ځينې بهرنۍ رسنۍ او د چين د مکاو د تیلیډیفیوژن او د مکاو کیبل تلویزیون به د روانې مياشتې د ۲۰مې نېټې د شپې په ۸ بجو د چين د سپوږمۍ اختر ماښامنۍ ننداره خپره کړي.