د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د سپټمبر پر شلمه د روسيې د دوما ( د استازو مجلس) ټاکنو د لومړنیو پايلو په اړه د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې د ټاکنو له پايلو څخه د روسانو اراده څرګنده شوې ده.
دغه راز ده وویل، چې چين به د روسيې د هراړخيز ستراتيژيک ملګري په توګه د پخوا په شان په پر له پسې توګه د پرمختګ د لارې په اړه د روسانو له خپل انتخاب څخه ملاتړ وکړي.