د چين د هانکانګ ځانګړې اداري سیمې د ټاکنو کميسيون د ۲۰۲۱ کال لپاره د بېلا بېلو ټولنو عمومي ټاکنې د سپتمبر د ۱۹مې نېټې په ماښام
پای ته ورسیدې. د هانکانګ ټاکنو کميسيون د رایو له شمېرلو وروسته، ۳۶۴ کسان د دغه کميسيون د غړو په توګه بريالي اعلان کړل. د مالوماتو له مخې، په دغو ټاکنو کې نژدې ۹۰ سلنې رايې ورکوونکو خپله رایه کارولې ده. دا د هانکانګ ځانګړې اداري سیمې د انتخاباتي سیسټم تر بشپړېدو وروسته لومړي انتخابات وو.
د چين د دولتي شورا د هانکانګ او مکاو چارو دفتر ویاند د سپتمبر په ۲۰مه نېټه وویل، چې دا ټاکنې د هغه اصل ښکارندويي کوي چې هانکانګ د وطن پرستانو له خوا اداره کېږي. له دغو ټاکنو څخه د هانکانګ نوې بڼه ښکاري او دغه سيمه له ګډوډۍ څخه حکومتوالۍ پر لور او له حکومتدارۍ څخه د سوکالۍ پر لور روانه ده. دا د هانکانګ د دايمي ثبات او امنيت، د هانکاګيانو د ژوند د ښه والي او په يو هېواد کې د دوو سياسي نظامونو تګلارې د پلي کېدو لپاره هم ګټوره ده.