د چين د سينو فارم شرکت د کرونا ضد واکسين ماليزيا ته ورسيد
CRI2021-09-21 15:27:58
شريکول:

په مالزيا کې د چين سفارت پر رسمي ټولنيزې رسنۍ خبر ورکړی، چې د چين د سينو فارم شرکت د ماليزيا د دوفاما سينديريان بيرهاد له شرکت سره د کرونا ضد واکسين په اړه د لومړي پړاو همکاريز تړون لاسليک کړ. د دغه تړون له مخې به د چين سينو فارم شرکت ماليزيا ته د کرونا ضد دوه ميليونه ډوزه واکسين برابر کړي او د لومړۍ جوپې واکسين يې تيره اونۍ ماليزيا ته ليږلی دی. دا د کرونا ضد واکسين په ساحه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ يو بل مهم پرمختګ دی.

په ماليزيا کې د چين سفارت څرګنده کړې، چې چين به د ماليزيا د غوښتنو له مخې په دوامداره توګه ورته د کرونا ضد واکسين برابر کړي او په دغه هېواد کې د واکسين کولو پلان د پرمخبيولو لپاره به خپل رول ولوبوي.