ملګرو ملتونو د سپتمبر په شلمه نېټه د دواملرونکي پرمختګ د موخې په هکله لوړ پوړې غونډه تر سره کړه. د دغه سازمان سرمنشي انتونيو ګوتريس په دې غونډه کې وويل چې د سږنۍ غونډې موضوع دا ده چې مونږ دې د ځمکۍ کرې د ساتلو او د ځانونو د ژغورلو لپاره يو موټي شو. دا چې د اقليمي بدلون، سيمه ييزو کشالو او کرونا وبا تر اغيزو لاندې زمونږ نړۍ له بې سارو ننګونو سره مخ ده، نو د دواملرونکي پرمختګ موخې د تر سره کېدو پر وړاندې هم ستونزې ولاړې شوې دي. که غواړو چې د دواملرونکي پرمختګ موخه په سم لوري روانه شي، نو د م م بېلا بېل غړي هېوادونه بايد يووالی وساتي او ګډې هڅې دې وکړي. د معلوماتو له مخې د نړۍ څه باندې دېرشو تنو حکومتي مشرانو په دې غونډه کې ګډون کړی و او په انلاين او اف لاين ډول يې د کرونا وبا په هکله بحثونه وکړل.(غاټول)