د فرانسې د بهرنيو چارو وزير ليدريان چې د م.م په ۷۶مې عمومي اسامبلۍ کې د ګډون لپاره د امريکا نيويارک ته تللی، د سپتبمر په شلمه نېټه يوه خبري ناسته تر سره کړه او د استراليا او امريکا هغه کړنه يې يوځل بيا وغندله چې په ګډو هڅو يې د استراليا او فرانسې ترمنځ د اوبتل تړون مات کړی دی. هغه په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې دا يوازې پوځي تړون او قرارداد دی او د دوی دغه کړنې د ملګرو هېوادونو ترمنځ باور ته زيانونه رسولی دی. هغه زياته کړه چې فرانسه د جوبايډن حکومت څخه ناهيلې ده، ځکه فرانسې فکر کاوه چې امريکا به يو اړخیزم نه غوره کوي، خو د دوی اوسنۍ کړنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې باورۍ سبب ګرځېدلې ده.(غاټول)