د امريکا هيل ورځپاڼې د سپتمبر په شلمه نېټه خبر ور کړی چې که څه هم په تېرو ۱۰۳کلونو کې ساينسي او طبي چارو ډېر پرمختګونه موندلي، خو په امريکا کې د کرونا وبا له امله د مړه شويو شمېر د هاسپانيا د انفلونزا له امله د مړينې شمېر په پرتله زيات دی. په امريکا کې د کرونا وبا د مړينې انډول په هر ۱۰۰۰ وګړو کې دوه دی شودل شوی دی. پر ځايی وخت تر همدې ورځې پورې په امريکا کې پر کرونا د اخته کسانو عمومي شمېر له ۶ لکو او ۷۵ زره تنو څخه اوښتی و.(غاټول)