چين:اړوندې خواوې دې څو اړخيزم پلی کړي او د بشري حقونو د ساتلو لپاره دې هڅې وکړي
cri2021-09-21 11:26:30
شريکول:

په م م کې د چين دايمي استازي لوی سفير چن شو د سپتمبر په شلمه نېټه د بشري حقونو شورا په ۴۸مه غونډه کې د ډيموکراسۍ، عدالت او نړيوال نظام له اړوندو کارپوهانو سره د نظريو په ترڅ کې د هغو هېوادونو په استازيتوب چې ورته نظرونه لري، يوه وينا وکړه او پکې يې له اړوندو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې رښتينی څو اړخيزم پلی کړي او د نړيوال نظام د لا عادلانه او معقول پرمختګ لپاره دې ګډې هڅې وکړي او د بشري حقونو د ساتلو لپاره قوي ضمانت برابر کړي. بېلا بېلې خواوې بايد په بشري چارو کې عادلانه او منطقي اصول غوره کړي، يووالی، همکارۍ او مساوي ډيالوګ دې پياوړی کړي او د بشري حقونو مسئلو ته دې سياسي رنګ نه ورکوي او هم د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي.(غاټول)