د خوبونو د پوره کېدو شېبې
cri2021-09-21 15:04:16
شريکول:

په چين کې د سپوږمۍ په اړه يو مشهور شعر دی او وايي، چې پر سمندر روښانه سپوږمۍ ولاړه ده او د نړۍ د بېلا بېلو سيمو خلک پدې وخت کې له دغې ښکلې منظرې څخه برخمن دي او خوند ترې اخلي. د چيني کرهنيزې جنترۍ له مخې، د هر کال د نهمې مياستې پنځلسمه نېټه د سپوږمۍ اختر وي. د چينايانو په اند د هر کال د همدې شپې سپوږمۍ د نورو شپو په منسبت پوره او ګرده وي. کرده سپوږمۍ په چيني کلتور کې د خوبونو د پوره کېدو نښه بلل کيږي.

په ۲۰۲۱م کال کې د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو سلمه کليزه، په چين کې د هراړخيزې شتمنې ټولنې جوړېدل، د هېواد د پرمختګ په اړه د څوارلسم پنځه کلن پلان پيل او داسې نور کارونه د چيني ملت لپاره ډېرې ارزښتناکې شېبې بلل کيږي. 

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ وايي، چې د سترو خوبونو پوره کول ټينګې ارادې او نه ستومانه کېدوونکو کوښښونو ته اړتيا لري.

چينايانو د چين کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې د سختو کوښښونو له لارې ډېر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. 

 

عکسونه:

شي جين پينګ د ۲۰۲۱م کال د جولای په لومړۍ نېټه د بېجينګ په تيان ان من ډګر کې د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو سلمې کليزې لمانځغونډې ته د وينا په حال کې دی.

شي جين پينګ د ۲۰۱۳م کال د نومبر په ۳مه نېټه د شيانګ شي د توجيا قوم او ميا قوم په کورواکې ولسوالۍ کې له ځايي چارواکو او کليوالو سره د خبرو اترو په حال کې دی.

د شن جو دوولسم نمبر انسان وړونکي فضايي بېړۍ د ۲۰۲۱م کال د سپتمبر په ۱۷مه نېټه ځمکنۍ کرې ته په برياليتوب راستانه شوه.

شي جين پينګ د ۲۰۲۱م کال د جون په ۲۳مه نېټه د بېجينګ د فضايي الوتنو کنترول مرکز کې د شن جو دوولسم نمبر فضايي بېړۍ له فضانوردانو سره د ويډيويي خبرو اترو په حال کې دی.

شي جين پينګ د ۲۰۲۱م کال د جنورۍ په ۱۸مه نېټه په بېجينګ کې د المپيک او پارالمپيک د ژمنيو لوبو له مقدماتي چارو څخه د ليدنې په حال کې دی.

شي جين پينګد ۲۰۱۷م کال د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه د بېجينګ له ووکسونګ لوبغالي څخه د ليدنې په حال کې دی.