د ۲۰۲۱ کال د نړيوالو نوښتونو د ګرافونو راپور خپور شو
CRI2021-09-21 15:27:35
شريکول:

د پوهنې مالکيت حق نړيوال سازمان د سپتمبر په شلمه نېټه د ۲۰۲۱کال د نړيوالو نوښتونو د ګرافونو راپور خپور کړ چې چين پکې دوولسم مقام نيسي او د تېر کال په پرتله يې دوه مقامونه لوړ شوی. دغه راپور د نوښتونو په برخه کې د چين د پرمختګ لوړه ستاينه وکړه او پر دې يې ټينګار کړی چې د حکومت تګلارې د نوښتونو هڅونې لپاره ستر اهميت لري.

د پوهنې مالکيت حق نړيوال سازمان له ۲۰۰۷ کال راهيسې ياد راپورونه خپروي، کړي چې په نړۍ کې د نوښتونو د پوهنې مالکيت حق د سويې په هکله مقتدر راپور شمېرل کېږي او د نړيوالې ټولنې لوړې پاملرنې راجلبوي.