د طالبانو وياند: هيچا ته به اجازه نه ورکړو، چې د افغانستان له خاورو څخه سيمه ايز امنيت ته ګواښ جوړ کړي
CRI2021-09-21 16:54:49
شريکول:

د افغانستان د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په کابل کې د مالوماتو په مرکز کې خبري کنفرانس تر سره کړ. هغه وويل چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته به هيچا ته اجازه ورنه کړي، چې د دغه هېواد ملي امنيت او سيمه ايز امنيت ته ګواښونه جوړ کړي.

مجاهد په خبري ناسته کې وويل، لنډ مهالی حکومت به د ملي امنيت او د اقتصادي نظام د ساتنې لپاره يو لړ تدبيرونه ونيسي، دغه راز په دغه هېواد کې به د داعش د خراسان څانګې په شمول د ترهګريزو ډلو پر وړاندې ټينګه مبارزه وکړي.