د چين مېډيا ګروپ د دوبي د نړيوال نندارتون يوازينې رسمي چيني همکاريزه خبري رسنۍ ګرځيدلې ده
CRI2021-09-21 15:27:13
شريکول:

د چين مېډيا ګروپ د سپتمبر په شلمه نېټه د ۲۰۲۰ کال د دوبۍ د نړيوال نندارتون له شرکت سره د همکارۍ تړون لاسليک کړ او يوازينۍ چيني رسنۍ ده چې د دغه نندارتون په اړه به مالومات خپروي. دواړو خواوو د چين مېډيا ګروپ ته په دغه نندارتون کې د ځانګړې کاري سيمې د برابرولو، د دغه نندارتون د نښې او په نندارتون کې د مالوماتو د تر لاسه کولو لارې چارې او د پوهنې مالکيت حق د کارونې په هکله ګډې نظريې تر لاسه کړې.

ټاکل شوې وه چې د عربي متحده اماراتو د ۲۰۲۰م د دوبۍ نړيوال نندارتون د ۲۰۲۰ م کال د اکتوبر له شلمې نيټې څخه د ۲۰۲۱ م کال د اپريل تر لسمې نيټې پورې تر سره شوي، خو د کرونا وبا له امله وځنډيده. اوس په پام کې ده، چې دغه نندارتون په خپل پخواني نوم د روان کال د اکتوبر له لومړۍ نيټې څخه د راتلونکي کال د مارچ تر ۳۱مې نيټې پورې تر سره شي. دا به په منځني ختيځ کې د لومړۍ دورې نړيوال نندارتون وي چې ۱۹۲ هېوادونه به په کې ګډون ولري.