د بېجينګ د فلمونو يوولسم نړيوال فېسټيوال پرانيستونکي مراسم د سپتمبر په ۲۱مه نېټه د بېجينګ د نړيوالو نندارتونونو په مرکز کې تر سره شول.
د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ، چې د بېجينګ د فلمونو يوولسم نړيوال فېسټيوال د انتظامي کمېټې رئيس هم دی، د دغه فېسټيوال پيل اعلان کړ.
د معلوماتو له مخې، په دغه فېسټيوال کې د ۷۷ هېوادونو او سيمو ۸۸۹ فلمونه سيالۍ ته وړاندې شوي او د دغه فېسټیوال پر مهال به يې د بېجينګ، تيان جين او هه بۍ په ۳۱ سينماوو کې ۱۰۰۰ چيني او بهرني فلمونه نندارې ته وړاندې شي.