امريکا او استراليا د اوبتل تړون مات کړی
CRI2021-09-21 15:26:49
شريکول:

د اروپايي ټولنې د کميسيون رئيسې ورسولا ون دير لين او د اروپا د شورا رئيس چارليس ميچيل په وار سره د امريکا او استراليا لخوا د اوبتل تړون د ماتولو په اړه د فرانسې له دريځ څخه ملاتړ څرګند کړی او له امريکا او استراليا څخه يې غوښتنه کړې، چې له دغې کړنې په شا شي.

د اروپايي ټولنې د کميسيون رئيسې ډير لين خبري رسنيو ته ويلي چې، د امريکا، بريتانيا او استراليا کړنې د منلو وړ نه دي او اروپايي ټولنه بايد په دې اړه پوره مالومات تر لاسه کړي. په همدې ورځ د اروپايي ټولنې د شورا رئيس چارليس ميچيل په نيويارک کې څرګنده کړه، چې د امريکا دغه کړنه باوري نه ده او په اړه يې  بايد توضيحات ورکړي.