د طالبانو وياند يوه خبري ناسته تر سره کړه
cri2021-09-21 17:11:02
شريکول:

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د سپتمبر په ۲۱مه نېټه په کابل کې يوه خبري ناسته تر سره کړه. هغه وويل چې امريکايي ځواکونو د کابل په هوايي ډګر کې چورلکې د امریکایانو لخوا ویجاړې کړي، خو اوس د افغانستان د سرپرست حکومت د خپل هوايي ځواک د پياوړتيا لپاره هڅې کوي او د ترکيې، قطر او عربي متحده اماراتو تخنيکي ټيمونه د دغه هوايي ډګر د بيا عادي کېدو لپاره هلې ځلې کوي. هغه زیاته کړه چې  افغانستان غني سرچيني لري،خو اوس سرپرست حکومت له مالي ستونزو سره مخ دی او د دغو ستونزو د لېرې کولو لپاره هڅې کوي. نوموړي هيله وښوده چې نړيواله ټولنه له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته ادامه ور کړي. هغه په دې خبري ناسته کې له اوږدې مودې راهيسې له افغانستان څخه د چين له ملاتړ او په دې وروستيو ورځو کې د چين له مثبتو څرګندونو څخه هم مننه وکړه او د چين او افغانستان ترمنځ د راتلونکو اړيکو په اړه يې خوشبيني څرګنده کړه.(غاټول)