د طالبانو د حکومت سرپرست صدراعظم د روغتيا نړيوال سازمان له عمومي مدير سره وکتل
cri2021-09-21 11:21:41
شريکول:

د افغانستان د طالبانو سرپرست صدراعظم محمد حسن اخوند د سپتمبر په شلمه نېټه د روغتيا نړيوال سازمان له عمومي مدير تيدروس ادهانوم سره کتلي او دواړو خواوو د دغه هېواد په روغتيايي چارو کې د موجودو مسئلو په باب خبرې کړې دي. د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تيروس ادهانوم ويلي چې دغه سازمان به د افغانستان له روغتيايي سيستم څخه ملاتړ ته ادامه ور کړي ترڅو دغه هېواد له بشري بحران سره مخ نه شي. د روغتيا نړیوال سازمان به تر خپلې وسې پورې له افغانستان سره مرستې وکړي او د دغه سازمان ځيني کارکوونکي چې پخوا يې خپل کارونه ځنډولي، خپل کارونه به بيا پيل کړي. هغه زياته کړې چې د کنګل شويو بسپنو د خلاصولو لپاره به هلې ځلې وکړي.د افغانستان د طالبانو د حکومت صدراعظم محمد حسن اخوند د روغتيا نړيوال سازمان له مرستو څخه مننه کړې ده.(غاټول)