شي جين پينګ: چين به هېڅکله پر نورو هېوادونو تېری و نه کړي
cri2021-09-22 10:40:50
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۲۱مه نېټه له بېجينګ څخه د ملګرو ملتونو ۷۶مې عمومي اسامبلۍ په ويډيويي مباحثوي غونډه کې ګډون او مهمه وينا وکړه. 

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ، چې د چين ملت پر سولې او همغږۍ ټينګار کوي او په هېڅوجه يا هېڅکله به پر نورو هېوادونو تېری و نه کړي او زورواکي نه غواړي. چين تل د نړۍ د سولې، پرمختګ او د نړيوالو نظامونو د ساتلو او د عامه توليداتو د برابرولو لپاره کوښښونه کړي او کوي يې. چين به د ځاني ابادۍ تر څنګ نړۍ ته هم نوي فرصتونه برابر کړي. (هيله)