د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتريس پر ځايي وخت د سپتمبر په ۲۱ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، د اقليمي بدلون په اړه د هغې ژمنې هرکلی کوي، چې د چين او امريکا مشرانو د م.م عمومي اسمبلۍ په ترڅ کې کړې ده.
هغه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ وينا هم وستایله، چې له مخې به یې، دغه هېواد په پرمختيايي هېوادونو کې له شين پرمختګ څخه ملاتړ وکړي او په بهر کې به د سکرو له لارې بريښنا توليد نه کړي.
هغه زياته کړې، چې په نړۍ کې د سکرو له لارې د بريښنا توليدولو پروژو ختمول، د پاريس تړون د تر سره کېدو لپاره يو مهم ګام دی