د افغانستان لپاره د چين ځانګړي استازي له کابل څخه ليدنه وکړه
CRI2021-09-22 18:34:49
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د سپتمبر پر ۲۲مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، د افغانستان چارو په اړه د چين ځانګړي استازي په دې وروستيو کې له کابل څخه د ليدنې په وخت کې څرګنده کړې، چې چين د افغانستان په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې پر تګلارې ټينګار کړی او د افغانستان مسئلې د سياسي حل لپاره يې رغنده رول لوبولی دی.

جاو لي جيان وويل، چې د فغانستان چارو په اړه د چين د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي يوی شياو يونګ ، د روسيې او پاکستاني استازو سره د افغان طالبانو په بلنه د سپتمبر له ۲۱مې نېټې څخه تر ۲۲مې نېټې پورې له کابل څخه ليدنه وکړه او د دغه هېواد د سرپرست حکومت له عالي ربته چارواکو سره يې تماسونه ونيول.

جاو لي جيانګ زياته کړه، چې ځانګړو استازو د ټولشموله، بشري حقونو، اقتصاد او بشر دوستۍ په شمول د افغانستان د اوسني وضعيت، د افغانستان او ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړيکو، د دغه هېواد د يووالي او ځمکنۍ بشپړتيا په اړه خبرې اترې وکړې او د ترهګرۍ او نښه يي توکو ضد  مبارزې ملاتړ يې څرګند ګړ. طالبانو په خبرو اترو کې وويل، چې له چين، روسيې او پاکستان سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري، ځکه درې واړه هېوادونه د افغانستان د سولې او ثبات په ساتلو کې رغنده او مسئولانه رول لوبوي.

د دريو هېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي مصالحې عالي شورا له پخواني رئيس عبدالله عبدالله سره هم د خپل سفر په جريان کي کتلي.

جاو لي جيان وويل، چې د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي به د شلو هېوادونو ډلې د رئيسه هېواد ايټاليا د بهرنيو چارو وزير په بلنه د افغانستان مسئلې په اړه د نوموړې ډلې د بهرنيو چارو وزيرانو په انلاين غونډه کې ګډون وکړي او له افغانستان سره د بشري مرستو او د دغه هېواد د سولې او بيا رغونې په چارو کې به يې د چين دريځ بيان وکړي.