شي جين پينګ: ديموکراسي د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو حق دی
cri2021-09-22 10:38:38
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۲۱مه نېټه له بېجينګ څخه د ملګرو ملتونو د ۷۶مې عمومي اسمبلۍ په ويډيويي مباحثوي غونډه کې ګډون وکړ او په ټينګې ارادې د ستونزو حل او د لا ښکلې نړۍ د جوړونې په عنوان يې مهمه وينا وکړه. 

نوموړي په اشارې وويل، چې په يوه سوله ييزه نړۍ کې بايد مختلف تمدنونه شامل وي. ديموکراسي د کوم هېواد خصوصي حق نه ، بلکې د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو حق دی. په دې وروستيو کې د نړيوال وضعیت بدلون بيا د دې ښودنه کړې چې بهرنۍ پوځي مداخله او تش په نوم ديموکراتيک اصلاحات يوازې د زيانونو سبب ګرځي. موږ بايد د سولې، ابادۍ، عدالت او ازادۍ په شمول د انسانانو پر ګډو ارزښتونو ټينګار وکړو. (هيله)