د سپوږمۍ اختر د رخصتۍ په موده کې ۸۸ ميليونو او ۱۵۰ زرو چينايانو په هېواد کې دننه سيلانيز سفرونه کړي
cri2021-09-22 11:32:40
شريکول:

د چين کلتور او سيلانۍ وزارت وايي چې د ۲۰۲۱ کال د سپوږمۍ اختر د رخصتۍ په موده کې يعنې د سپتمبر له ۱۹ مې نېټې څخه تر ۲۱ مې نېټې پورې ۸۸ ميليونو او ۱۵۹.۳ زرو چينايانو د هېواد په داخل کې سفرونه کړي، چې دا شمېر د ۲۰۱۹ کال د همدې مودې د شمېر ۸۷.۲ سلنې سره برابر دی. په دغې رخصتۍ کې د هېواد سيلانيز عايدات ۳۷ ميليارډه او ۱۴۹ ميليونه يوانه وو، چې دا د ۲۰۱۹ کال د همدې مودې د عايداتو له ۷۸.۶ سلنې سره برابر دی.

د سپوږمۍ اختر د رخصتۍ په موده کې په چين کې د خلکو د بېلا بېلو کلتوري او سيلانيزو غوښتنو د پوره کېدو لپاره ډول ډول ځايي سيلانيز فعاليتونه جوړ شول. د کلتوري مرکزونو او موزيمونو په شمول کلتوري او سيلانيز ځايونه راجلبونکي هدفونه ګرځيدلي دي.

(مينه)