انتونيو ګوټريس شتمن هېوادونه وغندل، چې د کرونا وبا ضد واکسين په ويش کې يې مثبت رول نه دی لوبولی
cri2021-09-22 14:12:18
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټريس د سپتمبر په ۲۱مه نېټه د دې سازمان د ۷۶مې عمومي اسمبلې په يوه غونډه کې د شتمنو هېوادونو غندنه وکړه، چې له پرمختيايي هېوادونو سره يې د کرونا وبا ضد واکسين په ويش کې مثبت رول نه دې لوبدلی. نوموړي وويل، چې له دې امله شتمن هېوادونه مناسبه سياسي هيله او پر نورو هېوادونو باور نه لري او خپلو ګټو ته تر هر څه لومړيتوب ورکوي، نو ځله د کرونا وبا ضد مبارزې په وړاندې د واکسين اغېزه ډېره کمزورې شوې ده.

د م.م د کرونا ضد واکسين د عملي پلان له شمېرنې سره سم، په کم عايدات لرونکو هېوادونو کې يوازې ۲۰ سلنه وګړو واکسين تطبيق کړی، خو په شتمنو هېوادونو کې دغه اندازه ۸۰ سلنه ده. ګوټريس پر دې ټينګار وکړ، چې يو له بل څخه ملاتړ او ګډ ژوند د ۲۱مې پېړۍ اصل دی او هم د م.م عملي تګلاره ده، نو واکسين بايد عادلانه وويشل شي. (شکريه)