تيري بريتون : اروپايي ټولنه نه يوازې د اوبتل تړون د نه مراعات کولو، بلکې د امريکا د نورو کړنو له امله هم مايوسه شوي ده
cri2021-09-22 14:28:11
شريکول:

د اروپايي ټولنې د کورنيو بازارونو د کمېسيون غړي تيري بريتون د سپتمبر په ۲۱مه نېټه ويلي، چې په تيرو څو کلونو کې په ترانس اتلنتيک (Transatlantic) اړيکو کې ډېرې ستونزې رامنځته شوي او اروپايي ټولنه نه يوازې د اوبتل تړون د نه مراعات کولو، بلکې د امريکا د نورو کړنو له امله هم مايوسه شوې ده.

نوموړي په همدې ورځ په واشنګټن کې رسنيو ته ويلي، چې د امريکا حکومت په وروستيو څو مياشتو کې له تصور پورته يو لړ پرېکړې کړې دي، د بېلګې په توګه، امريکا له اروپايي ټولنې سره له پوره سلا مشورو پرته له افغانستانه خپل ځواکونه وايستل، د ټرمپ حکومت د سيلانۍ د محدوديت تګلارې ته يې ادامه ورکړې، او په تېره اوونۍ کې يې د اوبتل تړون د نه مراعات پرېکړه هم کړې ده. د امريکا يادې کړنې د دغه هېواد په اړه د اروپا مايوسي نوره هم ډېر وي. (شکريه)