شي جين پينګ: نړۍ د مختلفو هېوادونو ګډ انکشاف او پرمختګ منلی شي
cri2021-09-22 11:37:55
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۲۱مه نېټه له بېجينګ څخه د ملګرو ملتونو د ۷۶مې اسامبلۍ په ويډيويي مباحثوي غونډه کې ګډون او يوه مهمه وينا وکړه. 

نوموړي وويل، چې د يو هېواد برياليتوب د بل هېواد د ناکامۍ معنا نه لري، بلکې نړۍ د مختلفو هېوادونو ګډ انکشاف او پرمختګ ته اړيتا لري. موږ بايد پر خبرو اترو او ټولشمولت ټينګار وکړو، او د يو بل پر وړاندې مقابله يا تعصب دې نه غوره کوو، او د متقابل درناوي، عدالت، همکارۍ پر بنسټ بايد نوي ډول نړيوالې اړيکې ټينګې کړو، چې بېلا بېل هېوادونه ترې زياتې ګټې واخلي. (هيله)