چين له ځينو هېوادونو وغوښتل چې خپلې پوځي لاسوهنې پای ته ورسوي
cri2021-09-23 14:07:26
شريکول:

په ژنيو کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د چين د دايمي پلاوي وزير مختار جيانګ دوان د سپتمبر په ۲۲مه نېټه د روسيې، کيوبا، سريلانکا، ايران او لاوس په ګډون د څو هېوادونو په استازيتوب په يوه ګډه وینا کې له ځينو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه، چې د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې دې خپلې غيرقانوني پوځي لاسوهنې ژر پای ته ورسوي.

نوموړي په دې ګډه وينا کې وويل، چې ځينو هېوادونو د ډيموکراسۍ او بشري حقوقو په پلمه په سپين سترګۍ د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې غيرقانوني پوځي لاسوهنې کړي، د زيانمنو هېوادونو ملي حاکميت، د خاورو تماميت او اقتصادي او ټولنيز پرمختګ يې سخت سبوتاژ کړی، ګڼ شمېر عام وګړي يې وژلي او ټپيان کړي او بې کوره کړي او د دغو هېوادونو د خلکو پر بشري حقوقو يې سخت تيری کړی دی، د دوی يادې کړنې له نړيوالو قوانينو څخه سخته سرغړونه بلل کېږي.

نوموړي زياته کړه، چې ځيني هېوادونه بايد خپلو ناوړه کړنو ته ژر د پای ټکی کېږدي، زيانمنو هېوادونو او خلکو ته دې تاوان ورکړي، د زيانمنو هېوادونو د سولې او بيا ابادۍ دندې دې پر غاړه واخلي او دغه دندې دې نړيوالې ټولنې ته نه پرېږدي. (شکريه)