د چين، روسيې او ونزويلا په ګډون لسو هېوادونو پر بشري حقوقو د يو اړخيزو اجباري اقداماتو ناوړه اغېزې په ګوته کړې
cri2021-09-23 11:23:34
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين، روسيې، وينزويلا، ايران، بلاروس، کيوبا، سوريې، زيمبابوې، نيکاراګوا او بوليوي دايمي غړو د م.م د بشري حقوقو شورا د ۴۸مې غونډې په څنډه کې د انسانانو د پرمختګ پر حق د يو اړخيزو اجباري اقداماتو د ناوړې اغېزې په اړه انلاين غونډه تر سره کړه او پر بشري حقوقو د امريکا په ګډون د ځينو لوېديځو هېوادونو د يو اړخيزو اجباري اقداماتو د سختې ناوړه اغيزې په اړه يې بحثونه وکړل او له دغو هېوادونو څخه يې وغوښتل، چې يو اړخيزو اجباري اقداماتو ته د پای ټکی کيږدي.

په ژنيو کې د م.م په مقر او نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين لوی سفير چن شوو په دې غونډه کې وويل، چې د زورواکۍ غوښتنه او د زور سياست د يو اړخيزو اجباري اقداماتو اصلي بڼه ده.

په م.م کې د وينزويلا، ايران، کيوبا، سوريې، بلاروس او زيمبابوې په ګډون د لسو هېوادونو دايمي استازو په اشارې وويل، چې يو اړخيز اجباري اقدامات نه يوازې له نړيوالو قوانينو او د نړيوالو اړيکو له اصولو څخه سخته سرغړونه ده، بلکې د زيانمنو هېوادونو پر انکشاف او د خلکو د ژوند پر سويې هم ډېرې منفي او ناوړه اغېزې کوي او نړيواله ټولنه بايد د دغو کړنو پر وړاندې ګډ مقاومت وکړي. (شکريه)