شي جين پينګ د چين د بزګرانو د حاصلاتو فېسټيوال په مناسبت بزګرانو او د کرهنيو چارو کارکوونکو ته مبارکي وويله
CRI2021-09-23 09:38:53
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دغه هېواد د بزګرانو د حاصلاتو څلورم فېسټيوال په درشل کې د هېواد ټولو بزګرانو او د کرهنيزو چارو کارکوونکو ته مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کړې.

نوموړي په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه، چې په چين کې د روان کال له پيل راهيسې کرونا وبا، سيلابونه او نور طبيعي ناورينونه رامنځته شول، خو بيا هم د ستونزو په ليري کولو سره ښه حاصلات تر لاسه شوي، په کليو کې همغږي او ثابت وضعيت رامنځته شوی او د بزګرانو نيکمرغه ژوند ساتل شوی دی. دا کار د نويو حالاتو پر وړاندې د چين د ثبات او پرمختګ لپاره ډېر ارزښت لري.

نوموړي زياته کړه، چې په چين کې د دويمې سل کلنې موخې لپاره کوښښونه پيل شوي او د کليو، بزګرانو او کرنې په چارو کې مهم پام د کليو د هراړخيزې سمسورتيا موخې ته اړول شوی دی.