وانګ يي: بېلا بېل خواوې بايد د څلورو ننګونو پر وړاندې له افغانستان سره مرستې وکړي
CRI2021-09-23 16:57:23
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزیر وانګ يي د سپتمبر په ۲۳مه نېټه له بېجينګ څخه د م.م د امنيت شورا د دايمي غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو او د م.م د سرمنشي انټونيو ګوتريس ترمنځ انلاين ناسته کې ګډون وکړ او په بحثونو کې يې د افغانستان مسئلې په اړه يې د چين دريځ بيان کړ.

وانګ يي وويل، چې نړۍ بايد افغانانو ته فرصت برابر کړي، چې د خپل هېواد د برخليک پريکړه وکړي او د هېواد د وضعيت له مخې د ادارې لاره جوړه کړي. نوموړي وويل، چې بېلا بېلې خواوې بايد د څلورو ننګونو ضد مبارزه کې له افغانستان سره مرستې وکړي.

لومړۍ، د افغانستان پر وړاندې د بشر دوستۍ ننګونه موجوده ده. چين اعلان کړی، چې له افغانستان سره د خوراکي موادو، ژمنيو توکو، درملو او واکسين په شمول د ۲۰۰ ميليونو يوانو په ارزښت مرستې وکړي او افغانانو ته به د کرونا وبا ضد ۳ ميليونه دوزه واکسين ورکړي.

دوهم، د افغانستان پر وړاندې د ترهګرۍ ضد ننګونه پرته ده. په افغانستان کې له وروستيو چاودونو څخه ښکاري، چې په دغه هېواد کې د ترهګريزو ډلو د فعاليت د زياتوالي امکان لوړيږي. د ترهګرۍ ضد مبارزې ته دې ډېره پاملرنه وشي او له طالبانو څخه دې وغوښتل شي، چې له ترهګرۍ سره اړيکې پرې کړي، څو افغانستان يو ځل بيا د ترهګريزو ډلو ځاله او پټنځای و نه ګرځي.

درېيم، د افغانستان پر وړاندې اقتصادي ننګونه موجوده پرته ده. د افغانستان بيارغونه پانګو او متخصصينو ته اړيتا لري. نړيواله ټولنه په تېره بيا پرمختللي هېوادونه او نړيوال پولي سازمانونه دې د دغه هېواد د بيارغونې او اقتصادي پرمختګ په برخه کې پانګونې زياتې کړي.

څلورم، د افغانستان پر وړاندې سياسي ننګونه ده. د افغانستان راتلونکې لار بايد د افغانانو له خوا انتخاب شي. د دې ترڅنګ، افغانستان بايد د م.م د منشور مراعات وکړي او د نړيوال قانون له مخې دې خپل مسئوليت پلی کړي.