چين نړۍ ته د نړیوال پرمختګ وړانديز وړاندې کړ
cri2021-09-23 11:13:09
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند جاو لي جيان د سپتمبر په ۲۲مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل چې چين نړيوالې ټولنې ته د نړيوال پرمختګ وړانديز وړاندې کړی چې پلي کېدو سره به يې همکاريز ډګر نور هم برابر شي.  چين هر کلی کوي چې بېلا بېل هېوادونه د دغه وړاندیز د پلي کولو په بهير کې ګډون وکړي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۲۱مه نېټه د م م د ۷۶مې عمومي اسمبلۍ په عادي مباحثوي غونډه کې د نړيوال پرمختګ وړانديز وکړ او غوښتنه يې وکړه چې د ۲۰۳۰م کال لپاره د دواملرونکي پرمختګ اجنډا پلې کړي تر څو نړيوال پرمختګ په سالمه توګه پرمخ لاړ شي. دا لومړی ځل دی چې چين د نړيوال پرمختګ وړانديز کړی دی.

هغه زياته کړې چې د ياد وړانديز د پلي کولو له امله به د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د پرمختګ د نابرابرۍ مسئله حل شي او د نړيوال پرمختګ او په دې برخه کې د مختلفو هېوادونو ترمنځ د همکاريو موخې، اصول او مهمې برخې به هم وټاکل شي.(غاټول)