د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر په ۲۲مه نېټه د ( دوربان اعلاميه او د عملياتو پروګرام ) د تصويبېدو د ۲۰مې کليزې د يادونې په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په لوړپوړې غونډه کې انلاين ګډون او وينا وکړه.
نوموړي وويل، چې د ( دوربان اعلاميه او د عملياتو پروګرام ) د نژاد پرستۍ پر ضد د بېلا بېلو هېوادونو ګډه ژمنه ده او چين د دې پروګرام د ياد غونډې تود هرکلی کوي.
هغه وويل، غلامي او استعمار د نژاد پرستۍ د رامنځته کېدو اصلي سبب دی، ځيني هېوادونه بايد خپل بې شرمه تاريخ ته په خلاصو سترګو وګوري، د خپلو ناوړو کړنو له امله د رامنځته شويو غمونو د کموالي لپاره دې کوښښونه وکړي او له هر ډول نژاد پرستۍ سره دې مبارزه وکړي. (شکريه)