په م م کې د چين دايمي استازي چن شو د سپتمبر په ۲۲مه نېټه د م م د بشري حقونو شورا په ۴۸مه غونډه کې د چين د بشري حقونو د مفکورې او لاسته راوړنو په باب معلومات وړاندې کړل.
نوموړي وويل چې روان کال د چين د کمونېست ګوند له سلمې کاليزې سره برابر دی. په تېرو سلو کلونو کې چين د بشري حقونو د تر لاسه کولو، دغو حقونو ته د درناوي، د يادو حقونو د پرمختګ او تضمين لپاره هلې ځلې کړي او کوي يې. اوس چين د بشري حقونو په ځانګړي سوسياليستي پرمختیایي لور روان دی او يوه شتمنه ټولنه يې جوړه کړې او دغه راز د بشري حقونو په چارو کې يې د ليدو وړ لاسته راوړنې درلودلې دي.
نوموړي زیاته کړه چې چين هيله لري چې له اړوندو خواوو سره يو ځای د سولې، پرمختګ، عدالت، ډيموکراسۍ او ازادۍ د انساني ارزښتونو پر اساس د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره ګډې هڅې وکړي.(غاټول)