د چين د کمونېست ګوند مرکزي کميټې او دولتي شورا په دې وروستيو ورځو کې له ۲۰۲۱م کال څخه تر ۲۰۳۵م کال پورې د پوهنې ملکيت حق د ساتلو له لارې د هېواد د پرمختګ کړنلاره خپره کړه.
د دغې کړنلارې له مخې تر ۲۰۲۵م کال پورې به په چين کې د هغو صنايعو د زياتوالي ارزښت چې انحصاري حقونه لري، د کورنيو توليداتو د عمومي ارزښت(GDP) په سلو کې ديارلس برخه ونيسي او د چاپ چارو د زياتوالي ارزښت به يې د (GDP)په سلو کې ۷ اعشاريه ۵ ونيسي او د پوهنې ملکيت حق په اړه عمومي صادراتي او وارداتي ارزښت به يې ۳۵۰ ملیارډو يوانو ته ورسيږي.(غاټول)