وانګ يي د افغانستان د چارو په اړه د جي شلو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په انلاين غونډه کې ګډون وکړ
CRI2021-09-23 16:02:19
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر په ۲۳مه نېټه د افغانستان د چارو په اړه د جي شلو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په انلاين غونډه کې ګډون وکړ.

وانګ يي په خپله وينا کې وويل، چې د شلو هېوادونو ډله د اقتصادي همکاريو مهم نړيوال ډګر دی او د افغانستان د سولې، پرمختګ او د ګډو د يووالي په جريان کې دې رغنده رول ولوبوي. نوموړي يادو هېوادونو ته ۶ فقره ييز وړانديز وکړ.

لومړی، له افغانستان سره دې د بشر دوستۍ بېړنۍ مرستې وشي، څو اوسنۍ ستونزې يې حل شي.

دوهم، پر افغانستان لګيدلي اقتصادي بنديزونه دې ختم شي.

درېيم، له افغانستان سره په تګ راتګ او تماسونو کې دې د ټولشموليت پر اصل ټينګار وشي. نړيواله ټولنه دې په دې برخه کې له افغانانو څخه ملاتړ وکړي، چې پخپل د هېواد د وضعيت له مخې د پرمختګ لاره انتخاب کړي او پراخ او ټولشموله سياسي چوکاټ جوړ کړي.

څلورم، د ترهګرۍ ضد همکارۍ دې لا پياوړې شي. نړيواله ټولنه دې د ترهګرۍ پر وړاندې د مقابلې متحده ليکه جوړه کړي او د دې لپاره دې ګډې هڅې وکړي، چې افغانستان بيا د ترهګرۍ ځاله او پناه ځای و نه ګرځي.

پنځم، د کډوالو مسئلې پديده او رېښه دې دواړه له منځه يوړل شي. امريکا او د ناټو هېوادونه بايد د افغانستان د کډوالو مسئلې د حل په چارو کې عمده مسئوليت پر غاړه واخلي. 

شپږم، نړيواله ټولنه دې بېلا بېل ميکانيزمونه په همغږۍ پرمخ يوسي، څو مثبتې اغېزې وکړي. چين د دې ملاتړ کوي، چې ملګري ملتونه د افغانستان د سولې، ثبات او بشري مرستو په برخو کې د عمده پل رول ولوبوي. چين هرکلی کوي، چې د افغانستان مسئلې په اړه څو اړخيز ميکانيزمونه خپل غوره والی وکاروي او له افغانستان سره ګډې مرستې وکړي.

وانګ يي وويل، چې چين غواړي د شلو هېوادونو ډلې له غړو او نړيوالې ټولنې سره د افغانستان د ښکلې آيندې لپاره ګډې هڅې وکړي.