د چين د ملي لږکيو استازو د م.م د بشري حقوقو ۴۸مې غونډې ته د شينجيانګ د چارو په اړه مالومات وکړل
cri2021-09-24 14:39:43
شريکول:

د چين د ملي لږکيو استازو د سپتمبر په ۲۲مه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو شورا په ۴۸مه غونډه کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د روزګار د پيدا کولو په برخه کې د شينجيانګ اقدامات معرفي کړل.

يادې غونډې ته د شينجيانګ د قزلسو قرغز کورواکې سيمې د تاجک قوم استازي کيرمان وويل، چې د هغې ټاټوبی سخت چاپيريال او وروسته پاتی بنسټيز تاسيسات لري، نو سيمه ييز حکومت د ټولو ځايي اوسېدونکو د انتقال تګلاره جوړه کړه او دوی ته يې نوي کورونه، څښاک اوبه، طبيعي ګاز، انټرنيټي شبکې، وړيا درملنه او ښوونه برابر کړي، دغه راز له بزګرانو او مالدارانو سره يې هم مرستې کړې دي او اوس هره کورنۍ خپل عايدات لري او ژوند يې ورځ تر بلې به ښه کېدو دی.

يادې غونډې ته د ياقسو سيمې د اويغور قوم استازي ترسون وويل، چې هغه په ښوونځي کې له يو شرکت سره د کار مقررات لاسليک کړي، دغه شرکت ده ته پنځه ډول بيمې ورکړي، د استوګنې د اخيستلو صندوق کې يې شامل کړی او تخنيکي روزنې يې ورته برابرې کړې دي. برسيره پر دې، دغه شرکت د ده د تفريح وخت او د مذهبي عقيدې ازادي يې پوره تضمين کړې او ده ته يې ليليه ورکړې ده. (شکريه)