د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د سپتمبر په ۲۳ مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل چې چين تر اوسه له ۱۰۰ زياتو هېوادونو او سازمانونو ته د کرونا ضد يو ميليارډ او ۲۰۰ ميليونه دوزه واکسين برابر کړی او له ۱۵۰ زياتو هېوادونو او ۱۴ نړيوالو سازمانونو ته يې د کرونا ضد اړين توکي برابر کړي دي.
نوموړي زياته کړه چې چين به تر وسې پورې په پرمختيايي هېوادونو کې د کرونا ضد واکسين عالانه ويش پياوړی کړي. هغه له پرمختللو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې پرمختيايي هېوادونو ته د کرونا ضد واکسين او اړين توکي برابر کړي او د کرونا ضد په مبارزه کې له اړوندو هېوادونو سره مرستې وکړي.
(مينه)