چين په هر ډول رسمي تړون او سازمان کې د تايوان له شموليت سره ټينګ مخالفت کوي
cri2021-09-24 12:43:07
شريکول:

 د تايوان ځايي حکومت په دې وروستيو ورځو کې په ارام سمندر سيمې کې د پرتو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د هر اړخيزو او پرمختیایي اړيکو تړون (CPTPP)کې د شاملېدو رسمي غوښتنليک وړاندې کړی دی، د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند جاو لي جيان د سپتمبر په ۲۳مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل چې چين په هر ډول رسمي تړون او سازمان کې د تايوان له برخې اخيستنې سره ټينګ مخالفت کوي.

هغه په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې په نړۍ کې يوازې يو چين دی او د تايوان سيمه يې د چين يوه نه جلاکېدونکې برخه ده او د يو چين د پېژندلو اصول د نړيوالو اړيکو اصول او د نړيوالې ټولنې ګډې نظريې دي. چين له هغو کړنو سره ټينګ مخالفت کوي چې کوم هېواد له تايوان سره رسمي تګ راتګ کوي او يا د تايوان سيمه په هر ډول رسمي تړون او سازمان کې شاملوي. د چين دغه دريځ روښانه دی.(غاټول)