د هايتي چارو لپاره د امريکا ځانګړي استازي له خپلې دندې استعفا وکړه
cri2021-09-24 12:50:36
شريکول:

د امريکا خبري رسنيو د سپتمبر په ۲۳مه نېټه خبر ورکړی چې د هايتي چارو لپاره د امريکا ځانګړي استازي دانيل فوټ د امريکا هغه پرېکړه غندلې چې د هايتي کډوال يې سړلي دي، او ويلي يې دي چې د امريکا دغه کړنه غير انساني ده. د دې ترڅنګ هغه د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن ته خپل استعفاليک هم وړاندې کړی دی.

د امريکا خبري رسنيو په همدې ورځ د دانيل فوټ استعفاليک خپور کړی او پکې يې ليکلي چې هغه سمدلاسه له خپلې دندې څخه لاس په سر کيږي او نه غواړي چې د امریکا له يادې پرېکړې سره تړاو ولري. هغه زياته کړې چې د هايتي په اړه د امريکا تګلاره ډېرې نيمګړتياوې لري.(غاټول)