وانګ يي د م.م د ۷۶مې عمومي اسمبلۍ له رئيس عبدالله شاهد سره ويډيويي خبرې وکړې
cri2021-09-24 15:48:16
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر په ۲۳مه نېټه د ملګرو ملتونو د ۷۶مې عمومي اسمبلۍ له رئيس او د مالديو جارجه وزير عبدالله شاهد سره ويډيويي ناسته وکړه.

له نوموړي سره په خبرو کې وانګ يي وويل، سږ کال په م.م کې د چين حقوقي چوکۍ د بيا اعادې له ۵۰مې کليزې سره برابر دی، چين به تل له پرمختيايي هېوادونو او نړيوال عدالت څخه ملاتړ وکړي او هيله لري، چې د ملګرو ملتونو نوې دورې عمومي اسمبلي به له کرونا وبا سره د ګډې مبارزې لپاره د نړيوالو همکاريو د پرمخبيولو، د کرونا وبا ضد واکسين د عادلانه ويش د هڅولو، له اقليمي بدلون سره د مقاومت، د بيلوژيکي د متنوع او دوامدار پرمختګ ته ادامه ورکړي او خپل ځانګړی رول ولوبوي. (شکريه)