د قزاقستان ولسمشر :له افغانستان سره به بشري مرستې وکړو
cri2021-09-24 12:35:06
شريکول:

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکايوف پر ځايي وخت د روانې مياشتې په ۲۳ مه نېټه په انلاين ډول د م.م ۷۶مې دورې عمومي اسمبلۍ په مباحثوي غونډه کې ګډون او وينا وکړه.

نوموړي د افغانستان د حالاتو په اړه وويل چې قزاقستان د افغانستان ملي حاکميت ته درناوی لري. طالبان بايد د خپل نړيوال مسئوليت پلي کولو ته دوام ورکړي او افغانستان بايد يو ځل بيا د ترهګرۍ ځاله ونه ګرځي. هغه وويل چې بېلا بېلې خواوې بايد د افغانستان حالاتو ته پام وکړي او په دغه هېواد کې د م.م او نورو نړيوالو سازمانونو د مرستې د تر سره کېدو لپاره هلې ځلې وکړي. هغه زياته کړه چې قزاقستان غواړي له افغانستان سره بشري مرستې وکړي.

(مينه)