د هانکانګ په چارو کې د امريکا د لاسوهنې د حقيقت پاڼې په اړه د چين د دولتي شورا د هانکانګ او مکاو چارو دفتر څرګندونې
CRI2021-09-24 15:18:21
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت د سپتمبر په ۲۴مه نېټه د هانکانګ په چارو کې د امريکا د لاسوهنې او د چين ضد اغتشاش کوونکو څخه د دغه هېواد د ملاتړ په اړه د حقيقت پاڼه خپره کړه. 

د چين د دولتي شورا د هانکانګ او مکاو چارو دفتر وياند په همدې ورځ د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې د دې پاڼې له محتوياتو دفاع وکړه او ټينګ ملاتړ يې ورڅخه څرګند کړ.

نوموړي وويل، چې له دغې پاڼې څخه ښکاري، چې امريکا د هانکانګ په چارو کې د لاسوهنې او د چين ضد اغتشاش کوونکو د ملاتړ لپاره ډېرې هڅې کړي او د امريکا له دغو کړنو څخه د ډيموکراسۍ، ازادۍ، بشري حقونو او قانوني ادارې په برخو کې د دغه هېواد دوه ګوني معيارونه، ظالمانه بڼه او د هانکانګ د ګډوډۍ د جوړولو له لارې د چين د پرمختګ د مخنيوي بد نيت په ډاګه شوي دي.