د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د سپتمبر په ۲۳مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل چې چين په امریکا کې د انسانانو قاچاق او اجباري کار مسئلو ته پاملرنه کوي او څاري يي.
ګڼو هېوادونو په دې وروستيو ورځو کې د م م د بشري حقونو شورا د ۴۸مې غونډې په موده کې په امريکا کې د انسانانو قاچاق او اجباري کارونو مسئلو ته پام اړولې دی.
جاو لي جيان وويل چې په امريکا کې د انسانانو قاچاق او اجباري کارونو مسئلې سختې شوي چې دا د امريکا له قصدي ناپوهې او بې غورۍ سره تړاو لري. امريکا په نړۍ کې يوازينی هېواد دی چې د م م د ماشومانو د حقونو تړون او د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعيض د لېرې کولو تړون يې نه دی منظور کړی.
هغه زياته کړه چې امريکا بايد د بشري حقونو تړونونه منظور کړي او د انسانانو د قاچاق او د اجباري کارونو مجرمينو ته دې سزاوې ورکړي.(غاټول)