د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر پر ۲۴مه د جونګ ګوان څون فورم ته د مبارکۍ ويډيويي پېغام وليږه.
شي جين پينګ په خپل ويډيويي پېغام کې وويل، چې بېلا بېل هېوادونه بايد د علمي ټکنالوجۍ په برخه کې ورخلاصون او خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي، د ټکنالوجۍ د نوښت له لارې دې د نړيوالو مسئلو او ستونزو د حل لپاره لارې چارې ولټوي، د ګډو ننګونو پر وړاندې دې لاس يو کړي او د انسانانو د سولې او پرمختګ لپاره دې ګډې هڅې وکړي.
شي جين پينګ زياته کړه، چې چين د علمي ټکنالوجۍ نوښت ته په درنه سترګه ګوري او په دې برخه کې د نړيوالو همکاريو د پياوړتيا په هڅه کې دی.دغه راز دا هېواد به په لا پرانيستې رويه د ټکنالوجۍ نړيوال تګ راتګ پياوړی کړي او د نوښت په نړيواله شبکه کې به فعال ګډون وکړي.