د م.م د منشور د دفاع د ملګرو ډلې لومړۍ غونډه تر سره شوه
cri2021-09-24 15:06:25
شريکول:

په م.م کې د چين دايمي استازی جانګ جون د سپتمبر په ۲۳ مه نېټه د م.م منشور د دفاع د ملګرو ډلې د وزيرانو په لومړۍ غونډه کې ګډون وکړ. د وينزويلا د بهرنيو چارو وزير پلاسنسيا د دغې غونډې مشرۍ کولی\ه او د الجزاير، بوليوي، لاوس، بلاروس او ايران د بهرنيو چارو وزيرانو او د روسيې د بهرنيو چارو د وزير مرستيال هم په دغه غونډه کې ګډون درلود او تر غونډې وروسته يې ګډه سياسي اعلاميه هم خپره کړه.

دوی په دغې اعلاميې کې ويلي، چې د م.م منشور ساتل د عادلانه او مساوي نړيوال نظام لپاره ډېر مهم دی.  يو اړخيزې کړنې د م.م له منشور او نړيوال قانون څخه سرغړونه ده. د م.م منشور د دفاع د ماګرو ګروپ به د م.م د نړيوال نظام د ساتلو لپاره هڅې وکړي او د م.م په مشرۍ د څواړخيزم ملاتړ ته به ادامه ورکړي.

(مينه)