شي جين پينګ د ويتنام د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې له عمومي منشي نګويېن پو ترونګ سره تليفوني خبرې وکړې
CRI2021-09-24 15:14:57
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۲۴مه نېټه د ويتنام د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې له عمومي منشي نګويېن پو ترونګ سره تليفوني خبرې وکړې.

شي جين پينګ له نوموړي سره په خبرو کې وويل، چې چين او ويتنام ګاونډي هېوادونه دي، ګډ برخليک او ډېرې ګډې ستراتيژيکي ګټې لري. دواړې خواوې بايد خپلمنځي همکارۍ نوره هم ټينګې کړي، د سوسياليزم چارو ته دې وده کړي، د دواړو ګوندونو، هېوادونو او خلکو اصلي ګټه دې وساتي او د سيمه ييزې او نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره دې خدمتونه وکړي.

نګويېن پو ترونګ وويل، چې اوس د ويتنام او چين د ګوندونو او هېوادونو ترمنځ اړيکې ښې روانې دي، د لوړو پوړو کسانو تګ راتګ يې زيات شوی او اقتصادي همکارۍ يې په چټکۍ زياتېږي. ويتنام له چين څخه مننه کوي، چې د کرونا وبا ضد او د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د اعاده په برخه کې يې ورته ملاتړ او مرستې برابرې کړې دي.