د م م د بشري حقونو چارو لوړ پوړې کميشنرې ميچيل باچليټ د سپتمبر پر ۲۴مه وویل چې د ۲۰۱۱ کال له مارچ څخه د ۲۰۲۱ کال تر مارچ پورې د سوریې په جګړه کې ټولټال ۳ لکه، ۵۰ زره او ۲۰۹ عام وګړي وژل شوي، چې په هرو ۱۳وژل شویو کې نږدې ۱ ښځه او ۱ ماشوم دی. ميچيل باچليټ په همدې ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۴۸ مې غونډې ته راپور وړاندې کړ. هغې وویل چې د ملګرو ملتونو له اړوند پریکړه ليکونو سره سم، د بشري حقونو چارو د لوړ پوړي کمشنر دفتر له تېرو څو کلونو راهیسې د سوریې په شخړه کې د وژل شویو ملکي وګړو د شمېر ارزولو لپاره سخت کار کوي.
نوموړې تازه شمېره د ملګرو ملتونو له اړوندو معلوماتو، د ځایي ټولنيزو سازمانونو لخوا ساتل شوي ریکارډونو او د سوریې حکومت لخوا چمتو شوي معلوماتو پراساس دي.
د مړیو وروستۍ شمیره د ملګرو ملتونو د اړوندو معلوماتو ، د ځایی مدني سازمانونو لخوا ساتل شوي ریکارډونو او د سوریې حکومت لخوا چمتو شوي معلوماتو پراساس ده.