چين: امريکا بايد پر ايران لوی فشار لغوه کړي
CRI2021-09-25 14:50:44
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د سپتمبر په ۲۴مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې ويلي، چې امريکا بايد په پوره توګه پر ايران لوی فشار لغوه کړي او مذاکرات بيا پيل کړي.

د معلوماتو له مخې، د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسی د روانې مياشتې په ۲۱مه نېټه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په يوه غونډه کې په خپله وينا کې د امریکا غندنه کړې، چې دغه هېواد د ايران د ذروي مسئلې له تړون څخه په خپل سر وتلی او د کرونا وبا په مهال کې يې پر ايران بنديزونه لګولی. هغه ويلي، چې بېلابېلې خواوې بايد د ايران د ذروي مسئلې هراړخيز تړون او د م.م د امنيت شورا پرېکړه پلي کړي.

جاو لي جيان وويل، چې د چين په اند، دا د بېلابېلو خواوو له ګدو ګټو سره سمون لري، چې په پوره توګه ياد هراړخيز تړون بيا پلي کړي. چين به له اړوندو خواوو سره د دې تړون د بیا نافذېدو لپاره هڅو ته دوام ورکړي.