د بېجينګ د اولمپيک په ژمنيو لوبو کې د ګډون لپاره د هالنډ د اولمپيک او پارا اولمپيک کمېسيونونو د لومړۍ دورې توکي د بېړۍ له لارې د سپټمبر په ۲۵مه نېټه د چين د تيان جين ښار بندر ته ورسېدل. دغه توکي په دريو کانټينرونو کې ځای پر ځای شوي او په یادو لوبو کې د ګډون کوونکو هېوادونو د لومړۍ دورې توکي دي. له دې وروسته به د بېجينګ د اولمپيک په ژمنيو لوبو کې د ګډون کوونکو هېوادونو توکي ګام په ګام چين ته راورسيږي. (هيله)