د چين دولتي شورا : د شينجيانګ د نفوسو جوړښت متوازن او سالم ګڼل کېږي
cri2021-09-26 12:47:20
شريکول:

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د سپټمبر پر ۲۶مه د شينجيانګ د نفوسو سپين کتاب خپور کړ. په دې کتاب کې ليکل شوي دي، چې د چين د ولسي جمهوريت له جوړېدو مخکې، د شينجيانګ اقتصادي او ټولنيز پرمختګ وروسته پاتې و، د نفوسو شمېر يې کم و، د ښوونې سويه یې ټيټه وه او د دې سيمې  د وګړو مطلوب عمر هم لنډ و. د نوي چين له جوړېدو وروسته، په شينجيانګ کې د وګړو شمېر، په تېره بيا د ملي لږکيو شمېر په چټک ډول زيات شوی، تعليمي سويه يې په پر له پسې ډول لوړه شوې او د وګړو مطلوب عمر هم ډېر زيات شوی دی. دغه راز  اوس د شينجيانګ اقتصاد او ټولنې په هر اړخيز ډول وده او پرمختګ کړی دی ، د نفوسو جوړښت يې هم متوازن او سالم ګڼل کېږي. په دې کتاب کې پر دې ټينګار  شوی، چې پر شينجيانګ باندې د چين ضد قوتونو لخوا د نژادي تصفيې لګول شوی تور بېخي بې اساسه او بې دليله دی او د دوی موخه د چين د پرمختګ مخنيوی دی، چې هرومرو به ناکام شي. (شکريه)